ارګ: طالبان د سولې نیت نه لري

په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور. 12.9.2020

د جمهوري ریاست یو چارواکی وايي، وسله وال طالبان د سولې نیت نه لري.

د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهوري ریاست سلاکار او رئیس وحید عمر نن په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل: "د طالبانو له خوا تر اوسه داسې د حساب وړ قدم چې هغه وښيي طالبان سولې ته یو کوچنی نیت لري نه دی پورته شوی. د نیت ښوولو لپاره اولنی ګام په افغانستان کې اوربند دی."

وسله والو طالبانو د حکومت او ځینو نورو سازمانونو له غوښتنو سره- سره په افغانستان کې اوربند ته لېوالتیا نه ده ښوولې.

تر دې مخکې د دولت مذکراتي ډلې ویلي وو، د مذاکرو په دویم پړاو کې به د اوربند پر ټینګښت جدي بحثونه وکړي.