محب: موقت حکومت د پردیو لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت جوړېدل، د پردیو د لاسوهنو د دایمي فُرصت معنی لري.

حمد الله محب نن شنبه(د سلواغې ۱۱مه) په ټوټیر کې لیکلي، که طالبانو ولسي بنسټ، دیني مشروعیت او کورنی تصمیم لرلای، د اوربند پر بنسټ به یې د سولې بین الافغاني مذاکرې جاري ساتله.

تر دې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه مشر شېر محمدعباس ستانکزي ویلي چې ولسمشر محمد اشرف غني باید استعفا وکړي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

بل خوا د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن شنبه ازادي راډیو ته وویل: "افغانان د یوه اساسي قانون خاوندان دي چې په دې اساسي قانون کې د قدرت لېږد په ډېر واضح ډول تعریف شوی دی. افغانان د نظام انقطاع نه غواړي او د نظام انقطاع افغانانو ته په لوړه بیه تمام شوی دی."

تر دې مخکې هم حکومتي چارواکو په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو پر اوازو سخت عکس العمل ښوولی وو.