مسکو د ناوالني ورور او ګڼ نور متحدان په کورونو کې نظربند کړل

د الکسي ناوالني ورور اولګ ناوالني

د مسکو یوې محکمې د اپوزیسون د زنداني شوي مشر الکسي ناوالني ورور اولګ ناوالني او ګڼ نور متحدان د دوو میاشتو لپاره په کورونو کې نظربند کړل.

دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې روسي چارواکي هڅه کوي د دوهمې اوونۍ په مخه په ملي سطحه د مظاهرو مخه ونیسي.

دغه مظاهرې د کریملین د منتقد الکسي ناوالني په وړاندې حکومت پر چلند د اعتراض لپاره کېږي.

د ناوالني پر متحدانو دا پروني اقدامات په داسې حال کې اعلانېږي چې د مسکو پولیسو په مسکو کې پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه اعلان کړي دي.

پولیسو د غیرمجاز مظاهرو په درشل کې، د میټرو اووه تمځایونه تړلي دي.

ناوالني او متحدان یې په پام کې لري چې سبا یکشنبه په ملي سطحه نورې پراخې مظاهرې وکړي.