کابل کې د زعفرانو نندراتون پرانېستل شو

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

په کابل کې نن شنبه(د سلواغې ۱۱مه) د زعفرانو نندارتون پرانېستل شو.

د دغه نندارتون د جوړوونکي شرکت مشر سمیر متین نن ازادي راډیوته وویل، د دې درې ورځني نندارتون موخه د افغانستان زعفرانو ته بازار موندنه ده.

د ښاغلي متین په خبره په دغه نندارتو کې کې نږدې۳۰ شرکتونو په ۳۵ غرفو کې زعفران نندارې ته ایښې دي.

د نوموړي په وینا، دغه درې ورځنی نندارتون د امریکا د نړيوالې پراختیایې ادارې او د مدرین مېتود له خوا جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان زعفران د ښه کیفیت او ذايقې له پلوه د اروپایي ټولنې د ذایقې انسټیټیوټ له لوري لومړی مقام خپل کړ.

د سوداګرۍ وزارت د مسوولینو په خبره د افغانستان زعفران د کیفیت له پلوه بې بدیله دي.