د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون درې ملکیان وژل شوي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي رادیو ته وویل، چاودنه نن شنبه (د سلواغې ۱۱مه) سهار شوې ده: "د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو چمن سیمه د ملکي وګړو یو زرنج موټر سایکل د وسله والو ترهګرو پر ښخ شوي ماین وربرابر شوی چې چاودنه یې کړې چې یو ماشوم او دوه نور کسان یې شهیدان کړي دي."
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي، دغه ماین وسله والو طالبانو ځای پرځای کړی و، خو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.