اشرف غني: امریکا دې پر طالبانو فشار زیات کړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر د امریکا د متحد ایالتونو له نوې ادارې غوښتي دي چې پر طالبانو فشار زیات کړي او د خپلو ځواکونو د ایستلو په برخه کې بېړه ونه کړي.

اشرف غني دا خبره پرون جمعه (د سلواغې ۱۱مه) د امریکا اسپین انسټیټیوټ ته د انلاین غونډې پر مهال وکړه او زیاته یې کړه چې نړیوال باید شرایطو ته په پام سره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

ښاغلي غني بیا وویل، طالبان له امریکا سره خپل کړي تړون ته ژمن نه دی او په افغانستان کې یې شخړې زیاتې کړې دي.

اشرف غني همدا راز وویل، متحد ایالتونه به ډېر ژر یو پلاوی د سلامشورې او د سولې د هڅو د ګړندي کېدو لپاره کابل ته راولېږي.