کرونا؛ چک جمهوریت له بهره پر غیر ضروري سفرونو بندیز لګولی

د چک جمهوریت ملي بیرغ

چک جمهوریت کرونا وبا ته د اندېښنې په خاطر له بهره پر غیر ضروري سفرونو بندیز لګولی دی.

د چک د بهرنیو چارو وزات وویل، دا بندیزونه سر له نننه پیلېږي او د ټولو بهرنیو هېوادو پر غړیو به تطبیق شي.

هغه کسان چې چک جمهوریت ته د سوداګرۍ، د خپلوانو لیدلو ، د تدفین په مراسمو کې د ګډون او یا هم د دفتري کارونو په خاطر سفر کوي له دې بندیزونو مستثنی دي، همدا راز دا بندیز پر هغو کسانو نه پلی کېږي چې په چک جمهوریت کې کار کوي یا زده کړې کوي.