فراه کې پر افغان ځواکونو د ماین چاودنې یو سرتیری وژلی

د فراه د محبس د یوه مسوول په موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه

په فراه ولایت کې پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د افغان ځواکونو پر یوه موټر چاودنه شوې چې په کې یو افغان سرتیری وژل شوی دی.

د فراه امنیه قوماندان غلام سخي غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې جمعې ماښام شپږ بجې د فراه د محبس د یوه مسوول په موټر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې په کې د پولیسو یو سرتیری ووژل شو.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

تېره اوونۍ هم د فراه د ولسي پاڅون د ځواکونو په یوه موټر او تر هغه مخکې د استېناف څارنوالۍ د یوه کارکوونکي د کور مخته د ماین چاودنو تلفات اړولي و.