پوتین د 'نیو سټارټ' تړون د مودې د غځولو سند لاسلیک کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي پیل یا 'نیو سټارټ' په نوم د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون د مودې د غځولو سند لاسلیک کړ.

کرملین پرون جمعه(د سلواغې ۱۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه تړون تمدید د مسکو او واشنګټن په سټراټيژيکو اړیکو کې د روڼتیا او وړاندوینې وړتیا ممکنوي.

د روسیې ولسي جرګې/ډوما د جنوري په ۲۷مه د رایو په غوڅ اکثریت دا تړون د پنځو نورو کلونو لپاره تمدید کړی وو او ورپسې مشرانو جرګې هم دا پرېکړه سمدستي تصویب کړه.

د 'نیو سټارټ' تړون په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لاسلیک شوی و او د پای نېټه یې همدا د فبرورۍ پنځمه ټاکل شوې وه.

'نیوسټارټ' د واشنګټن او مسکو تر منځ د اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي وروستی تړون دی چې د دواړو هېوادونو د اټمي سروکو شمېر په ۱۵۵۰ محدود ساتي. تړون امریکا او روسیې ته د اټمي سروکو د لېږد د سټراتيژیکو سیسټمونو شمېر شااوخوا اوه سوه ټاکلی او د تفتیش زمینه هم برابروي.