راب مالي له یو شمېر اروپايي مشرانو سره د ایران پر اټمي تړون غږېدلی

د ایران په چارو کې د امریکا نوی استازی راب مالي

د ایران په چارو کې د امریکا نوي استازي له یو شمېر اروپايي مشرانو سره د ایران د اټمي تړون په تړاو خبرې کړي دي.

رویټرز خبري اژانس پرون جمعه (د سلواغې ۱۰مه) د دوو اروپايي ډیپلوماټانو په حواله دا خبره کړې ده.

د امریکا متحده ایالتونو نوې ادارې راب مالي د ایران په چارو کې د خپل نوي استازي په توګه ټاکلی.

رویټرز لیکلي، ښاغلي راب مالي د بریټانیا، جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو د وزارتونو د سیاسي ادارو له مشرانو سره په خبرو کې له ایران سره د اټمي تړون د پلي کېدو په تړاو د هغوی لیدلوری ارزولی.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلېنکین ویلي، د جمهور رئیس بایډن اداره چمتو ده چې له ایران سره اټمي تړون ته ستنه شي، په دې شرط چې ایران د دغه تړون ټول شرایط عملي کړي.

د امریکا متحده ایالتونو پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال کې امریکا له ایران سره له هغه تړونه وایستله چې په امریکا سربېره بریټانیا، چین، روسیې، فرانسې او جرمني په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړې وه.

ډونالډ ټرمپ دا تړون شرموونکی بللی و او له وتلو وروسته یې سمدستي پر ایران سخت بندیزونه ولګول.

دا تړون که څه هم ایران یې په ماتولو تورن دی دا هېواد اړ باسي چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي. په بدل کې یې له ایرانه د بندیزونو د لېرې کولو ژمنې شوي چې لومړی سر تر ډېره بندیزونه ترې لېرې هم شول.