غني: افغانستان کې د اړتیا وړ امریکایي سرتېرو حضور ناوړه حالتونو ته مهم دی

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتیري

د افغانستان جمهور رئیس د اړتیا وړ امریکایي سرتیرو حضور د ناوړه حالتونو د مخنیوي لپاره مهم وباله. ولسمشر اشرف غني بېګا د اسپین انسټیټیوټ په یوه انلاین بحث یا وېبينار کې د سولې، امنیتي وضعې، بهرنیو ځواکونو او نورو مهمو مسئلو په اړه وغږېد.

هغه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو د وېبېنار د یوه ګډونوال پخواني لوړ پوړي امریکايي جنرال ډېوېډ پېټریوس د اندېښنو په ځواب کې وویل: "هغه شمېر سرتېري چې د ماموریت لپاره اړین دي باید حضور ولري. له کله چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې تر دې دمه پورې ناټو د یوه پله رول لوبولی دی. مګر تاسو پوهېږئ چې د متحده ایالاتو له توان بښونکو (دماموریت مخته وړونکو) پرته ناټو خپل ماموریت ته دوام نه شي ورکولی. دا جمعي خبره ده چې ما د اسټرالیا له صدراعظم، د کاناډا له صدراعظم، د ناروې له صدراعظمې، صدراعظمې مېرکل ( د جرمني صدراعظمه انګېلامېرکل) او له سکرتر جنرال ( ینس سټولټنبرګ) سره خبرې کړي دي. ناټو دوام ته ډېره لېواله ده، خو دوی د امریکا متحدو ایالتونو توان بښونکو ( د ماموریت پر مخ بیوونکو) ته اړتیا لري او د دغو پر مخ بیوونکو په اړه ستاسو قضاوت واقعاً د همغو سناریوګانو د مخنیوي لپاره خورا مهم دی."

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او طالبانو تر منځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري تړون په اساس همدا ۱۵ ورځې مخکې امریکا اعلان کړه چې په افغانستان کې یې د سرتېرو شمېر دوه نیمو زرو ته ورساوه.

په دې اړه نور: افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر تر ټولو ټيټې کچې، ۲۵۰۰ ته ورسېد

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړې ناټو، افغان چارواکي او یو شمېر پخواني امریکايي لوړپوړي پوځیان اندېښمن کړي.

متقاعد جنرال ډېوېډ پېټریوس یو له دې کسانو دی. هغه بېګا د اسپېن انسټیټیوټ غونډه کې اندېښنه وښوده چې د امریکايي ځواکونو له اړتیا وړ کم حضور ښایي دومره ګران پرېوځي چې په تر ټولو بد حالت کې افغان ځواکونه له ماتې او ځینې سیمې له سقوط سره مخ کړي.

متقاعد جنرال ډېوېډ پېټریوس وویل، د امریکايي ځواکونو له اړتیا وړ کم حضور ښایي ګران پرېوځي.

نوموړي وویل: "زه د یوه پخواني سرتیري په توګه یوه وېره لرم چې د امریکايي ځواکونو شمېر له هغې اندازې هم نیمايي ته راکمول چې مخکې جنرال مېلر اړین بللي و، ښايي کله چې له ژمي وروسته د جګړو موسم له سره پيلېږي د افغان ځواکونو د مرستې او توانمندۍ لپاره کافي نه وي. بیا ښايي په تر ټولو بده وضعه کې د افغان امنیتي ځواکونو د ماتې او د هېواد د ځینو مشخصو سیمو د سقوط لامل شي چې له امله به یې بلآخره د ډیپلوماټانو، د نادولتي موسسو د کار کوونکو او نړیوالو سازمانونو د وتلو لامل شي...او ښايي بیا هماغسې کورنیو جګړو ته لار ورکړي چې موږ په ۱۹۹۰ کلونو کې ولېدې چې د شوروي تر وتلو وروسته د دوی تحت الحمایه افغان حکومت سقوط وکړ. دا به البته یو تر ټولو بد وضعیت وي ( وړاندوینه) خو بیا هم عسکر تر ټولو بد حالت په نظر کې نیسي او دا امکان ما اندېښمنوي. ایا زما وېره خو به بې ځایه نه وي؟"

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په بېړه وتل ښايي شته لاسته راوړنې له خطر سره مخ کړي.

جنرال ډېوېډ پېټریوس د ۲۰۱۰ له جون تر ۲۰۱۱ تر جولای په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان و هغه وخت چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور تر ټولو لوړې کچې شااوخوا یو لکو ته رسېده.

دی وروسته د 'سي.ای.اې' مشر هم شو او د افغانستان تر ماموریت مخکې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر و.

افغان ولسمشر اشرف غني متقاعد جنرال ډېوېډ پېټریوس ته په خطاب وویل چې ستاسو اندېښنې ځکه بې بنسټه نه دي چې تاسو اټکل نه کوئ بلکې تاسو ارزونه کوئ او باید سړی تر ټولو بد حالت ته چمتو وي خو ښه حالت ته هیله من وي.

د جوبایډن په مشرۍ د امریکا نوې اداره او دفاع وزارت له افغانستانه د پاتې امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د پراخو ارزونو او بیا کتنه ژمنه کړې ده.

په دې اړه نور: د جو بایډن حکومت غواړي د امریکا-طالبانو هوکړه له سره وارزوي

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وړمه ورځ په یوه غونډه کې وویل چې ولسمشر جوبایډن د جګړې مسوولانه پای ته رسولو ته متعهده دی، خو دا پوښتنه چې تر مې پورې ټول پوځیان را وایستل شي په دې اړه پرېکړې په عقلاني او داسې بڼه کېږي چې د امریکا، افغان او ناټو متحدینو ګټې په پام کې ونیول شي.