د دایکندي چارواکي: په کجران کې ماين چاودنې ٢ ماشومان وژلي

آرشیف

د دایکندي ولایت چارواکي وايي چې په کجران ولسوالۍ کې دوه ماشومان د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري آزادۍ راډیو ته وویل، چې چاودنه پرون پنجشنبې ماسپښین مهال د کجران د (هزار بُز) غره په سیمه کې وشوه.

ښاغلی غوري وايي، دې ماشومانو په ورشو کې خپل څاروي څرول.

د دایکندي د والي ویاند زیاتوي، چې ښايي دا ماین به له پخوانیو جګړو هلته پاتې و.