کابل کې د درملنې په هدف لسګونه معتادین راټول شول

ارشیف

د کابل له بېلابېلو سيمو څخه تر دوه سوه ډېر معتادین راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.

د عامې روغتيا وزارت د معتادينو د درمنلې د ملي پروګرام مسوول محمد شعیب شهرام وايي چې، دا کمپاین د کابل په سرای شمالي او پل سوخته سيمو کې وشو. د يادونې وړه ده چې په دې کمپاين کې د عامې روغتیا وزارت نشه يي موادو غوښتنې کمولو ریاست، پوليسو، کار او اجتماعي چارو وزارت ونډه درلوده.

د دې کمپاين په نتيجه کې ۲۲۵ بې سرپناه معتادین چې د ژمي د يخنۍ له امله يې ژوند له ګواښ سره مخ و راټول او د معتادينو روغتيايي مرکزونو ته يووړل شول.