د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: د باختر ګنجینه دې دننه افغانستان کې وساتل شي

د باختر ګنجینه

وروسته له دې چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د باختر ګنجینې د خوندیتوب په اړه اندېښنه وښوده او بهر ته یې د یادې ګنجینې د لېږد خبره وکړه، د افغانستان اطلاعاتو فرهنګ وزارت وایي، د باختر ګنجینه د افغانستان عظمت او شان ښیې او باید په همدې هېواد کې وساتل شي.

د دې وزارت سرپرست محمد طاهر زُهیر د پنجشنبې (د سلواغې ۹مه) په ورځ کابل کې رسنیو ته وویل، دا ګنجینه د خپل حجم پر اساس مالي او پولي پشتوانه نه شي کیدی، خو د باختر ګنجینه تمدني او تاریخي ارزښت لري.

هغه زیاته کړه چې دا ګنجینه د یو شمېر هېوادونو د هوکړې پر بنسټ ځینو هېوادونو ته د نندارې لپاره لېږدول کېږي، خو له ټاکلي مودې وروسته باید بېرته افغانستان ته راوړل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زُهیر

دی وايي: "د یو دولت قدرت دا ایجابوي چې خپل فرهنګي اثار د تقاضا او همغږۍ وروسته نورو هېوادونو ته د نندارې لپاره ولېږي، بېرته یې راوړي او له ځان سره یې وساتي. دا آثار لکه څنګه چې پخوا ساتل کېدل اوس هم ساتل کېږي. هېڅوک نه شي کولی چې کومه تمه ورته ولري، لاس ور وړې او نه هم ورته اړتیا لري."

د ښاغلي زُهیر په خبره، د باختر ګنجینه په تېرو ۱۳کلونو کې په ۱۳ هېوادونو او ۲۹ موزیمونو کې نندارې ته کېښودل شوې او له دې لارې یې ۳۵۰ میلونه افغانۍ عاید راټول شوی دی.

نوموړي وویل چې له تاریخي او فرهنګي اثارو سره باید سیاسي چلند ونه شي ځکه د ده په وینا سیاسي لوبې فرهنګ ته زیان رسوي.

خو ولسي جرګه بیا هم له خپل دریځه ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې مرستیال منشي، حجت الله خردمند ازادي راډیو ته وویل: "دا نه شو ویلی چې د ولسي جرګې د دې پرېکړې هدف سیاسي دی، د ولسي جرګې مشر د یوې اندېښنې په توګه وویل چې د افغانستان ملي سرمایه یرغمل نه شي، که د ولسي جرګې د رئیس په توګه نه بلکې د یو هېواد وال په توګه ووایو دا د هر افغان حق دی چې په دې اړه اندېښمن شي."

د ولسي جرګې مرستیال منشي، حجت الله خردمند

د ولسي جرګې دا غوښتنه چې د باختر ګنجینه دې بهر ته ولېږدول شي له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.

له دې وړاندې ارګ د ولسي جرګې دا پریکړه خواشینونکې بللې او له یادې جرګې یې غوښتي و چې د ملي مسایلو په اړه مسوولانه خبرې وکړي.

د باختر ګنجینه نږدې ۴۰ کاله وړاندې په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د جوزجان طلا تپه کې ترلاسه شوه.

دا ګنجینه په افغانستان کې د سروزرو لرغونې زېرمه او د نړۍ د پنځو لویو ګنجینو له ډلې شمېرل کېږي.