د جرمني صدر اعظمې افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

مېرکل له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې

د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندیښنه ښودلې او دغلته یې پر اوربند ټینګار کړی دی.

مېرکل دا خبرې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډیو کانفرانس له لارې وکړې او ويې ویل، د سولې خبرې او هم مهاله ورسره تاوتریخوالی د منلو نه دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د مېرمن مېرکل په حواله لیکل شوي چې جرمنې د یوه داسې خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي چې ډیموکراټیک نظام پرې مسلط وي.

د جرمني صدر اعظمې په دغو خبرو افغانستان ته د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د دولت ځینو نورو نړیوالو ملګرو هم پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې، خو تراوسه د پام وړ کموالی په کې نه دی راغلی.

دولت طالبان او برعکس طالبان بیا امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي د دوام لامل بولي.