امریکا کې د ترورېزم د خطر په اړه یوه اطلاعیه صادره شوه

ارشیف، واشنګټن مېشت پولیس

د امریکا د کورني امنیت وزارت په ټول هېواد کې د ترورېزم د خطر په اړه یوه اطلاعیه صادره کړې او د امریکا پر کانګرس د جنوري د ۶مې یرغل ته په اشاره‌یې ویلي چې د دولت ضد داخلي سخت دریځي ښایي دغه یرغل زړور کړي وي.

په دغه خبرداري کې چې دې وزارت پرون چهارشنبه ورکړی، ویل شوي د یوې مشخصې دسیسې په اړه معلومات نه‌لري، خو دا اندېښنه تر اوسه شته چې یو شمېر کسان چې د ولسمشرۍ د دورې پر انتقال ناراضه دي ښایي تاوتریخوالی ترسره کړي.

د کورني امنیت وزارت ویلي چې ښایي دغه وضعیت په متحده ایالاتو کې څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.

د امریکا پر کانګرس د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملاتړو د برید په پایله کې پنځه تنه ووژل شول.