د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړل

ارشیف، ۲۰۱۴ کال کې د هرات-کندهار پر لویه لاره په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي کسان.

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړي دي.

پېښه پرون مازدیګر د یوه سراچه ډوله موټر او ملي بس ترمنځ د ټکر له کبله شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، مړو شویو کسانو کې درې ښځې، یو ماشوم او پنځه سړي شامل دي.

ښاغلی شېرزی زیاتوي: "د هرات-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د ادرسکن په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې چې نهه تنه په‌کې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي، د پېښې د قربانیانو هویت په سیمه کې تثبیت شوی او کورنیو ته‌یې سپارل شوي دي."

له دې یوه ورځ وړاندې په همدې سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او ۲۶ نور ټپيان شول.

د دغسې پېښو لامل د لارو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل کېږي.