یوې امریکایۍ «بي-۵۲» ډوله الوتکې بیا د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې

هغه امریکايي «بي-۵۲» ډوله الوتکه چې د «اف ۱۶» جنګي الوتکو په همکارۍ یې پر فارس خلیج الوتنه کړې.

د امریکا پوځ وایي، یوې «بي-۵۲» ډوله الوتکې یې د قدرت په یوې ننداره کې د فارس خلیج پر فضا الوتنه کړې ده.

دا په وروستیو میاشتو کې شپږمه دا ډول الوتنه او د جو بایډن د کار له پیله لومړنی پرواز دی چې د فارس خلیج پر فضا ترسره کېږي.

بي دوه پنځوس الوتکې د اټمي وسلو د لېږد وړتیا لري او معمولاً د «اف ۱۶» جنګي الوتکو په همکارۍ پرواز کوي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني ویلي، د دوی «B-52» الوتکې د لویزیانا له پوځي مرکزه الوتنه کړې وه او دغه الوتکه پرون چهارشنبه بېرته دغې اډه کې کېناسته.

د ایران او امریکا ترمنځ ناندرۍ وروسته تر هغه بیا زیاتې شوې چې امریکا ۲۰۱۸ کال کې د تهران او شپږو قدرتونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړونه ووته.

د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن ویلي، که ایران دغه تړون کې شویو ژمنو باندې ودرېږي، امریکا به بېرته دغه تړون ته وروګرځي.