طالب پلاوي سره د ایراني چارواکو څرګندونې: د امریکا ستراتیژي د افغان جګړې دوام دی

ارشیف، طالب استازي

د ایران دولتي ټلوېزیون نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) خبر ورکړ چې ایراني چارواکو د طالبانو له مشرانو سره په تهران کې ولیدل او دوی د امریکا متحد ایالتونه تورن کړل چې په افغانستان کې د جګړې د دوام هڅې کوي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکړ چې د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني په تهران کې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) تر کتو وروسته وویل چې امریکا په ګاونډي افغانستان کې هڅې کوي چې جګړه ادامه پيدا کړي.

په راپور کې د علي شمخاني په وینا راغلي چې د امریکا د متحد ایالتونو ستراتیژي د جګړې ادامه ده او غواړي چې د بېلابېلو افغان ډلو ترمنځ جګړې وي او ویني وبهیږي.

په دې اړه نور: ایران: طالبان امریکا سره په خپله مبارزه کې ولاړ دي

شمخاني زیاتوي چې امریکا هڅې کوي چې بېلابېلې افغان ډلې په خپل هېواد کې په بې ثباتۍ او ناامنۍ تورنې کړي.

تر اوسه د امریکا متحد ایالتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن تېر کال د فبروري په میاشت د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د دې تړون له مخې یې د خپلو پوځیانو شمېر اوس په افغانستان کې ۲۵۰۰ ته راکم کړی دی چې ټاکل شوې ده د مې تر میاشتې خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي.

واشنګټن تېر کال د فبروري په میاشت د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ

د همدې تړون له مخې د افغانستان دولت له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي دي چې د تېر کال په درېیو وروستیو میاشتو کې دواړه لوري د خبرو دا جنډا پر طرزالعمل موافقې ته ورسېدل او دا خبرې له څو اونیو وقفې وروسته د دې میاشتې په پیل کې بیا پیل شوې، خو په دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي چې نن لسمه ده، دوی دوحه کې خبرو ته انتظار دي او طالبان خبرو ته نه دي حاضر شوي.

اسوشیټېډ پرېس اژانس د ملا بردار دا خبره رااخیستې ده چې وایي، امریکا د فبروري د میاشتې د سولې تړون ته ژمنه نه ده.

ملا بردار زیاتوي چې دوی پر امریکایانو اعتماد نه کوي او له هرې هغې ډلې سره به چې د امریکا مزدوره ده جګړه وکړي.

په دې اړه نور: ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې خبرې پرې ایښي او په سفر وتلي

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت اله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه د طالبانو د سفرونو معنا دا ده چې دوی مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري.