ایران: طالبان امریکا سره په خپله مبارزه کې ولاړ دي

د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني

د ایران د ملي امنیت شورا مشر وایي، د طالبانو ډله له امریکا سره په خپله مبارزه ولاړه ده.

علي شمخاني نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د طالبانو له سیاسي پلاوي سره په تهران کې تر خبرو وروسته په ټویتر کې ولیکل چې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره تر لېدو وروسته مې دوی داسې وموندل چې د امریکا پرضد پر خپله مبارزه ولاړ دي او هغه څوک چې ۱۳ کاله یې په ګوانتنامو کې تر شکنجې لاندې تېر کړي دي، کله هم د امریکا پرضد له مبارزې لاس نه اخلي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت اله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د پلاوي نن دوهمه ده چې په ایران کې دی.