ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې خبرې پرې ایښي او په سفر وتلي

محمد نعیم ویلي، د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی ایران ته تللی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي، دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."

بل لور ته د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی دی، ویلي دي چې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي نن ایران ته د دې هیات د سفر په دوهمه ورځ د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره کتلي دي.