د ننګرهار په کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول

په ننګرهار کې د کرنيزو توکو د نندارتون يوه څنډه

د ننګرهار په کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست په نوښت په دې ولايت کې "کرنه د وطن ابادي" تر شعار لاندې دوه ورځنۍ کرنيز نندارتون جوړ شوی و، چې په ترڅ کې يې د سوداګرو، پانګه والو او بزګرانو ترمنځ ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول.

ياد نندارتون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کرنې وزير ډاکتر انوارالحق احدي او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له خوا پرانيستل شو چې نن پای ته ورسېد.

یاد نندارتون په ۱۷۳ غرفو کې کرنيز توکې لکه سابه، وچې او تازه مېوې، شات، زراعتي او تیلي نباتات، کرنيزې توکي او درمل، تصدیقي نیالګي، د نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودل شوي وو.

د مسوولينو په وينا نندارتون د جوړولو موخه کورنيو تولیداتو ته په کور دننه بازارموندنه او هېوادوالو ته د اصلي باکيفيته توليداتو پېژندل و.