چارواکي: په ارزګان کې چاودنې ١۵ کسانو ته مرګژوبله واړوله

آرشیف

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوې چاودنې دوه ملکیان وژلي او دیارلس کسان یې ټپيان کړي دي دي.

د ارزګان ولایت مقام په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځاش شوي بم د چاودنې په نتیجه کې دا مرګژوبله اوښتې ده.

د اعلامیې له مخې په ټپیانو کې دری پولیس هم شامل دي.

اعلامیه زیاتوي لومړی یوه کوچنۍ چاودنه په ترینکوټ ښار کې د منار څلور لاري د پولیسو پوستي ته نږدې وشوه کله چې خلک ورټول شول نو سمدستي د موټر سایکل بم چاودنه وشوه.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي ازادي راډیو ته وویل، چې روغتون ته له نهو ور انتقال شویو ټپيانو یوه ساه ورکړې او د نورو وضعه هم ښه نه ده.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسولین دغه پیښه تائیدوي او له دې پرته چې کره شمېر ووايي زیاتوي، چې ملکي خلکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.