امریکا پر "اى سي سي" د افغانستان د جنګي جرمونو په اړه لګول شوي بنديزونه ارزوي

د نړيوالې جنایي محکمې ودانۍ

امریکا پر نړیواله جنايي محکمه د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بندیزونه ارزوي چې په دې محکمې یې د افغانستان د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنې په سبب لګولي وو.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال جون میاشت د یوه اجرايي فرمان په ترڅ کې د نړیوالي جنايي محکمې ځینې کارکوونکي امریکا ته له تګه منع کړل او شتمنۍ یې ورته کنګل کړې.

د امریکا متحده ایالتونو په نوې اداره کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ازادې اروپا راډیو ته په یوه ایمیل کې لیکلي: "تر کومه ځایه چې موږ د افغانستان او اسراییل/فلسطین د شرایط په تړاو د ای سي سي له کړنو سره مخالف یو، د راتلونکو اقداماتو لپاره به موږ دا بندیزونه په بشپړه توګه ورزاوو."

د نړیوالې جنايي محکمې له خوا په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو او استخباراتي چارواکو پلټنې پيل شوې وې څو معلومه کړي چې امریکايي ځواکونو جنګي جرمونه کړي که نه.

امریکا په نړیوالې جنايي محکمې تور ولګاوه، چې د پلټنو د اجازې له ترلاسه کولو وروسته یې د امریکا ملي حاکمیت نقض کړی دی.