په پکتیا کې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه پروژې پرانيستل شوې

په پکتیا کې د دوو پروژو د پرانيستې مراسمو يو انځور

د پکتیا په مرکز ګردېز کې د ولسي تړون او د ملي دسترخوان د دوو پروګرامونو پرانیسته وشوه.

د سیمه یېزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازی چې د لوګر او خوست ولایتونو له سفر وروسته پکتیا ته راغلی، دلته یې د ۴۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ملي دسترخوان پروژې پرانیستې.

نوموړی وایي، یادې پروژې به د پکتیا په مرکز ګردېز کې د هغو شوراګانو لخوا پلي شي، چې د خلکو په رایو ټاکل شوي.

شمیم خان کټوازي وویل، چې دواړه پروګرامونه د خلکو په خوښه د شوراګانو له خوا ترسره کېږي، چې له مخې یې د فساد د ترسره کېدو فرصت ډېر کم لیدل کېږي.

هغه زياتوي: "په لومړي قدم کې۴۵۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ورته په نظر کې نیول شوې ده او دا به نوره هم زیاتېږي، ښه داده چې دواړه پروګرامونه د ولس لپاره دي او د دوی له خوا نه عملي کېږي."

د ۲۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون او د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ملي دسترخوان دغه پروګرامونه به د پکتیا په مرکز ګردیز په ۶ ناحیو کې د ۳۰ پراختیایي شوراګانو له لارې د سړکونو او کوڅو جوړولو، برېښنایي اسانتیاوو برابرولو، د تفریحي ځایونو جوړولو او د ښځو ځواکمنتیا په برخو کې بېلابېلې پروژې پلي کړي او د ۱۱۴ پراختیایي شوراګانو له لارې به د ګردیز ښار ۲۳ زره بې وزله کورنیو ته د څلور زره افغانیو په لګښت خوراکي مواد وویشل شي.