د ایران د بشري حقونو ۸ سازمانونو په افغانستان کې پر مدني فعالانو او ملکیانو د حملو زیاتېدل وغندل.
دغو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې، په افغانستان کې د بشري حقونو پر فعالانو، خبریالانو او نورو څېرو د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه وکړه.
د دغو سازمانونو له ډلې په ایران کې د بشري حقونو کمپاین، د درېیمې عرصې سازمان، د ایران لپاره د اتحاد سازمان، په ایران کې د اذرباییجاني وګړو د بشري حقونو د دفاع ټولنې او په ایران کې د کردستان د بشري حقونو ټولنې دغه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
په وروستیو درېیو میاشتو کې د ازادی راډیو د خبریال محمد الیاس داعي تر څنګ لږ تر لږه پنځه خبریالان هم په هدفي حملو کې وژل شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجرائیه مشر مجیب خلوتګر د خبریالانو د قتل په تور د نیول شویو کسانو د علني محاکمې غوښتنه وکړه.
هغه وویل: "موږ د هغو کسانو د علني محاکمې غوښتنه کوو، چې د خبریالانو د وژنې او یا د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي په تور نیول شوي دي. د رسنیو کورنۍ او ځینو خلکو پر عدلي او قضايي ارګانونو خپل اعتماد له لاسه ورکړی."
د افغانستان د سترې محکمې مطبوعاتي څانګې د دغو تورنو کسانو د علني محاکمې د غوښتنې په باب له تبصرې ډډه وکړه.