"طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلول کېدونکې اړیکې لري"

په غزني کې د طالبانو له لوري جوړ شوى چېک پواينټ. 2020.1.11

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي وسله وال طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلول کېدونکې اړیکې لري.

د دې شورا ویاند، رحمت اله اندړ پرون سې شنبه رسنیو ته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، طالبانو په دوحه کې له امریکا سره په موافقه کې له القاعده او نورو افراطي ډلو سره د اړیکو پرې کولو ژمنه کړې وه.

هغه زياتوي: "په تېرو درېیو میاشتو کې د طالبانو په لیکو کې د القاعده شبکې ۱۱ غړي د ملي امنیت [عمومي ریاست] له خوا نیول شوي او درې مشران یې وژل شوي دي."

د طالبانو یوه ویاند ذبیح اله مجاهد پرون ازادۍ راډیو ته وویل، طالبان اوس له القاعده شبکې سره اړیکې نه لري.

تر دې مخکې د امریکا خزانې وزارت ویلي، چې القاعده شبکه د طالبانو تر ولکې لاندې د پراختیا په حال کې ده.