د غزني سیمه ییز چارواکي: ناڅرګندو وسله والو یو قومي مشر وواژه

په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ډګروال عبدالرازق اندړ

په غزني کې یو قومي مخور او ټولنیز فعال ناڅرګنده کسانو وژلی دی.ددې ولایت چارواکي وايي، پر ډګروال عبدالرازق اندړ وسله والو کسانو د خپل کور مخې ته برید کړی دی.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د سې شنبې (د سلواغې ۷مه) ورځ ماښام ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "نن ماښام مهال د غزني مرکز اړوند د څلورمې حوزې په قلعه نو سیمه کې ناپېژانده وسله والو د غزني یو قومي مخور او پخوانی ډګروال د خپل کور مخې ته په شهادت رسولی دی."

تر اوسه پورې کومي ډلې د دغه پېښې پړ پر غاړه نه ده اخیستې.