د افغانستان بانک: پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی

د افغانستان بانک په وینا د تېر مالي کال په ترڅ کې د کرونا وبا سربېره پر بانکونو د افغانانو باور زیات شوی دی.

د دې بانک د تادیاتو د برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې نن سې شنبه (د سلواغې ۷مه) وویل: "د هغو کسانو شمېر چې په بانک کې پیسې امانت ږدي، د هغوی شمېر څلور اعشاریه درې میلیونو ته لوړ شوی دی."

د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیات والی راغلی او دې بانک درې دیرش میلیارډه افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.