تېر مالي کال ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې شوي

آرشیف

د افغانستان بانک مسوولین وايي، په تېر مالي کال کې یې ۳۳ میلیارده افغانۍ نوي بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي.

د دې بانک د تادیاتو برخې مشر میر عزیز برکي په کابل کې ملت ته د حکومتي ادارو د حساب ورکونې په پروګرام کې وویل، په تېر مالي کال کې که څه هم د کرونا ویروس خپور و خو بیا هم بانکي سکټور ته د خلکو علاقه مندي ډېره و.

هغه زياتوي: "د خلکو علاقمندي د اسلامي او نور بانکدارۍ سره ډېره وه. خلکو هڅه کوله خپل ټول قیمتي توکي له بانک سره خوندي کړي، او هغه کسانو چې خپل امانتونه بانک ته سپارل په شمېر کې زیاتوالی راغلی و، زموږ د معلوماتو له مخې ۴،۳ میلیونو ته د دوي شمېر رسېدلی و."

د دې بانک د چارواکو په خبره، تېر مالي کال کې د بانکي سکټور په دارايي برخه کې ۱۳ میلیارده افغانۍ زیاتوالی راغلی.

د دوي په وینا، خلک په بانکونو کې د خپلو پېسو د سپما چاره چټکه کړې او بانکي خدمتونو ته یې لېوالتیا ډېره وه.