ملګرو ملتونو د افغانستان پر روان کړکېچن او تاوتريخجن وضعیت اندېښنه څرګنده کړه

په کابل ښار له چاودنې وروسته د سيمې انځور. December 20, 2020

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړه کچه په دې هېواد کې د روان کړکېچن وضعیت ښکاروندیه ده.

ملګري ملتونه د افغانستان د سولې لپاره روانې خبرې د څو لسیزو د جګړې د پای لپاره یو فرصت بولي، خو په دې هېواد کې په اوسني وضعیت هم اندېښنه ښيي.

په سیاسي او سولې چارو کې د دې سازمان مرستیاله روزماري ډیکارلو وايي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی په دې هېواد کې د اوسني کړکېچن وضعیت استازولي کوي.

مېرمن ډیکارلو پرون د دې سازمان په غونډه کې چې د کوېډ۱۹ اغېز پر سولې او امنیت په نوم جوړه شوې وه، په افغانستان د سیاسي جوړجاړي لپاره د ملګروملتونو د پوره مرستې ډاډ هم ورکړ.

هغې زياته کړه: "افغانستان هم له تاریخي پلوه په یوه مهم او اهمیت لرونکي پړاو کې دی. د ټولو خواوو ترمنځ د سولې خبرې اترې یوه داسې فرصت رامنځته کړی چې کولای شي د څو لسیزو کړکېچ او بې‌ثباته حالت د پای لامل شي. د تاوتریخوالي اوسنۍ لوړه کچه د دې هېواد د کړکېچن وضعیت ښکارندويي کوي. ملګري ملتونه په ټول توان هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته رسېدو کې مرسته وکړي. "

ملګري ملتونه د کړکېچ له زیاتېدو سربېره، په تېر ۲۰۲۰ کال کې د جګړو له کبله په افغانستان کې له خپلو کورونو څخه د ۳۸۰زره کسانو له بې‌ځایه کېدو خبر ورکوي.

د وروستيو جګړو له امله د هلمند بېځايه شوې کورنۍ

که له يوې خوا ملګري ملتونه په افغانستان کې روان وضعیت کړکېچن بولي، بل خوا بیا اروپايي ټولنې سولې ته د رسېدو لپاره د ریښتنو خبرو د پیل غوښتنه کړې.

دا خبره د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا په خپله ټویټرپاڼه لیکلي او زیاتوي : "په دوحه کې د سولې لپاره ریښتنې خبرې باید له سره پیل او د باور رامنځتهکولو او په تدریجي ډول د پرمختګ پر لور روانې شي، د دې پر ځای چې د یوه بل پر وړاندې دفاعي حالت غوره او له نور ډېر امتیاز وغوښتل شي. دا حالت به یوازې جګړه او د قربانیانو شمېر یې زیات کړي."

اروپايي ټولنه داسې مهال په قطر کې د سولې د ریښتنو خبرو د پیل غوښتنه کوي، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له تېرو ۹ ورځو راهیسې د افغانستان اسلامي دولت او طالبانو مرکچي پلاوو هیڅ غونډه نه ده کړې.

خو تازه طالبان وایي، د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې یو پلاوی ایران ته تللی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم په خپله ټویټرپاڼه د دې سفر موخه، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو او د افغانستان او سیمي په روان امنیتي وضعیت خبرې بللي دي.

دا سفر د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه شوی.

ازادي راډیو د دې سفر د جزییاتو په اړه په کابل کې د ایران له سفارت سره هم اړیکه ونیوه، خو ټیلفون یې ځواب نه کړ.

طالب چارواکو له دې وړاندې هم ایران ته سفرونه کړي او موده وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په یوه مرکه کې دا سفرونه د افغان حکومت په خوښه او د افغانستان د سولې په برخه کې مرستندویه وبلل.

خو د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا د سولې راوستو لپاره د دواوړو لوریو قوي اراده د دې بهیر د‌ بریا ضامن بولي.

ناجيه انوري

د دې وزارت ویانده ناجیه انوري وویل: "د افغانستان اسلامي جمهوريت د هڅو په پایله کې د سولې لپاره اوسنی تاریخي فرصت برابر شوی چې افغانان خپله لاس په کار شي، سره کېني او اوسنۍ اوږده جګړه پای ته ورسوي. د سولې راوستو لپاره د دواړو خواوو قوي اراده کولای شي دا پروسه بریالۍ کړي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت داسې مهال د اوسني بهیر د بریا لپاره د ژمنتیا غوښتنه کوي چې پرون د افغانستان اسلامي دولت مرکچي پلاوي په خپله ټویټرپاڼه ولیکل، د افغان وژنې د روانې لړۍ مسوولیت د هغه چا په غاړه دی چې د مذاکراتو د ځنډولو او د ناروا جګړې د دوام لپاره پلمې لټوي.

طالبانو بیا د دې څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.