جوبایډن په روسیه کې د اعتراضونو پر ځپلو اندېښنه څرګنده کړې

د روسي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو د ځپلو يوه صحنه

د امریکا ولسمشر جوبایډن په روسیه کې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني او د حکومت ضد اعتراضونو پر ځپلو اندېښنه څرګنده کړې.

په ټوله روسیه کې د ناوالني د نیول کېدو پرضد له پراخو اعتراضونو وروسته بایډن پرون- دوشنبې وویل، چې له دې کبله خورا اندېښمن دی خو هغه زیاته کړه چې امریکا او روسیه د اټومي وسلو د کنټرول په چاره کې همکارۍ ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې د دې اعتراضونو پرمهال د ناوالني له ۳۷۰۰ زیات پلویان نیول شوي دي.

اروپايي ټولنې هم د کرېملېن پرضد د اعتراضونو ځپل غندلي دي.

د دې ټولنې د بهرنیو اړیکو د شورا مشر ژوزیپ بورېل پرون په بروکسل کې خبریالانو ته وویل: "د ناوالني نیول او د هغه د پلویانو ځپل د اروپايي شورا لپاره د منلو وړ نه دي. اروپايي شورا د اونۍ په پای کې د خلکو ډله ییز نیول او د پولیسو بېرحمي وغندله. موږ پر روسيې غږ کوو چې ښاغلی ناوالني او نور نیول شوي کسان خوشې کړي."

په روسیه کې د حکومت ضد اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول، چې د اپوزیسیون مشر الکسي ناوالني تېره اونۍ له جرمني تر راستنېدو وروسته په هوايي ډګر کې ونیول شو.

ناوالني په زهري مواد له مسمومېدو وروسته د علاج لپاره جرمني ته تللی و.