د امریکا سنا ته د ډونالډ ټرمپ د استیضاح وړاندیز وشو

ډونالډ ټرمپ

د امریکا د استازو جرګې پرون د ډونالډټرمپ د استیضاح وړاندیز سنا ته وړاندې کړ او له دې سره یې په سنا کې د پخواني ولسمشر د دوهم ځل محاکمې لپاره اقدام وکړ.

په دې سند کې چې پرون د سنا په غونډه کې ولوستل شو، ټرمپ د پاڅون په پارولو تورن شوی دی.

له دې مخکې د استازو جرګې د استیضاح مسوولو چارواکو دا سند د کانګرس په هغو سالونونو کې وګرځاوه چې د جنوري په شپږمه د ټرمپ پلویانو یرغل پرې وکړ.

ټرمپ د همدې پېښې په تور چې په نتیجه کې یې د یوه پولیس افسر په ګډون پنځه کسان ووژل شول، په سنا کې استیضاح او محاکمه کېږي.

د مقرراتو له مخې د استیضاح بهیر باید سنا ته د دې سند له رسېدو سره سم پیل شي، خو د سنا مشرانو په دې مقرراتو کې پر بدلون موافقه وکړه او دا کار یې د فبروري په اتمه نېټه تر پیلېدونکې اونۍ پورې وځنډاوه.