په روسیه کې د بشري حقونو معیارونه ناوړه وبلل شول

په مسکو کې د پولیسو له لوري د لاریون کوونکي سره د چلند یوه صحنه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، له مظاهره چیانو سره د روسیې د حکومت چلند ثابته کړه، چې په دغه هېواد کې د بشري حقونو معیارونه څومره ناوړه دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان یا هیومن رایټس واچ په روسیه کې پر بشري وضعیت اندېښنه وښوده او هغه یې د نړۍ په سطحه تر ټولو ناوړه وباله.

په دغه سازمان کې د روسیې د برخې څېړونکې دامیلیا ایتخوژینا وویل، د اساسي بشري حقونو ځپل مظاهرې او د خلکو شکایتونه لا زیاتوي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، د روسیې پولیسو په ډېر بېرحمانه چلند سره مظاهره چیان په مستبدانه ډول نیولي دي.

د شنبې په ورځ د روسیې په لسګونو ښارونو کې په زرګونو کسانو د کرملین د اصلي منتقد الکسي ناوالني د خوشې کېدو لپاره مظاهرې وکړې.

دا په وروستیو کلونو کې د روسیې د حکومت پر خلاف تر ټولو پراخې مظاهرې بلل شوي دي.

د (OVD-Info) په نوم د یوه خپلواک سیاسي څارونکي بنسټ په حواله، د روسیې امنیتي ځواکونو د سوله ییزو مظاهرو پر مهال تر ۳۷۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

بلخوا په روسیه کې د ماشومانو د حقونو ملاتړې انا کوزنیڅووا وویل، په نیول شویو کې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه کشران دي.

راپورونه وايي، روسي چارواکو د هغو کسانو پرضد جرمي دوسیې پرانیستي، چې د ډله ییزو مظاهرو لپاره یې ږغ پورته کړی و.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل، په روسیه کې ټول خلک له اساسي حقونو برخمن دي او څوک باید قانون تر پښو لاندې نه کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

هغه زیاته کړه: "ټول خلک حق لري خپل نظریات په هغه چوکاټ کې بیان کړي، چې قانون ورته ټاکلی دی. هغه څه چې له قانون بهر وي، نه یوازې اغېزناک نه دی، بلکې خطرکا هم تمامېږي."

ولسمشر پوتین د الکسي ناوالني هغه تورونه رد کړل چې په کې ویل شوي وو، پوتین تور سمندرګي ته څېرمه یوه ډېره عصري ماڼۍ لري.

د کرملین منتقد او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني د جنورۍ پر ۱۷مه له جرمني د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

اوس به محکمه راروانه سې شنبه پرېکړه کوي، چې د ناوالني د بند موده وغزوي که یې خوشې کړي.

د پولیسو له خوا د الکسي ناوالني او زرګونو نورو مظاهره چیانو پر نیول کېدو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون دوشنبه بحث وکړ.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.