حکومت: پاکستان ته د دیني زده کړو په نوم د زلمیانو د تګ مخه نیسو

د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د جامعه دارالعلوم حقانیه. September 15, 2013

د افغانستان حکومت وايي هڅه کوي، نورو هېوادونو ته د دیني زده کړو لپاره د زلمیانو او ځوانانو د تګ مخه ونیسي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي دوی تر ډېره په هېواد کې دننه زلمیانو او ځوانانو ته د دیني زده کړو زمینه برابره کړې ده.

لوړپوړو چارواکو ویلي، د پاکستان په زیاتو دیني مدرسو کې افغان زلمیانو او ځوانانو ته افراطیت ورښوول کېږي او حتی ځانمرګو بریدونو ته چمتو کېږي.

د پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادۍ راډیو ته وویل، دوی د دیني زده کړو لپاره امکانات برابر کړي:

"د اسلامي تعلیماتو معینیت په افغانستان کې بېلابېلې لویې مدرسې، دارالعلومونه او دارالحفاظونه لري، چې د سیمې په سطحه غوره دیني مرکزونه دي. دلته مو داسې زمینه برابره کړې، چې څوک له هېواده بهر دیني زده کړو ته اړ شي. هغه کډوال چې په افغانستان کې نه دي او په پاکستان کې شپې ورځې تېروي، هغوی په خپله خوښه په پاکستان کې خپلو دیني زده کړو ته دوام ورکوي."

تر دې مخکې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شنبه ویلي وو: "طالبان ځینې زلمیان او ماشومان له بېوزلو کورنیو اخلي، ذهنونه یې وراړوي او ځانمرګو بریدونو ته یې چمتو کوي او زیاتره دغه ډول تعلیمات د ده په خبره په پاکستان او په ځینو مواردو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې کېږي."

د افغان ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داسې تورنو کسانو ویډیوګانې خپرې کړي، چې ویلي یې دي د پاکستان په بېلابېلو دیني مدرسو کې ورته په افغانستان کې د انتحاري او نورو حملو روزنه ورکړل شوې ده.

ذبیح اله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، ازادۍ راډیو ته وویل دوی تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې مدرسې لري چې هلته خپلې زده کړې کوي.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې یوازې په قبایلي سیمو کې تر ۵۰۰ زیاتې دیني مدرسې دي، چې په هغوی کې د افغان زلمیانو او ځوانانو شمېر د پام وړ دی.

د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د جامعه دارالعلوم حقانیه ویاند مولانا محمد یوسف شاه چې په افغانستان کې روانې جګړې ته د «جهاد» خطاب کوي وايي، ځینې طالب العلمان ښايي د دیني زده کړو تر بشپړولو وروسته په افغانستان کې جګړو ته تللي وي، خو د تعلیم پر مهال دا کار نه دی شوی.

هغه وویل: "په دې وخت کې یو کس هم د پاکستان له مدرسو نه دی تللی، دغو خلکو تعلیم په مدرسو کې حاصل کړی دی. خو له دې ځایه یو کس هم جنګ یا جهاد ته نه دی تللی. که یو کس درې ورځې هم غیرحاضر شي، موږ یې له مدرسې باسو. دا زموږ د مدرسې قانون دی."

په کاناډا کې مېشت مجیب انګار چې په پاکستان کې یې د خبریال په توګه دنده ترسره کړې وايي، په مدرسو کې د افراطیت د تدریس د مخنیوي لپاره په لوی لاس اقدام نه کېږي.

انګار زیاتوي: "په دغو مدرسو کې چې کوم افغان ځوانان روزل کېږي، هغوی همالته په پاکستان کې پیدا شوي، بل دا چې په هغسې محیط کې رالوی شوي دي. په مدرسو کې چې دوی ته کومې زده کړې ورکول کېږي، له بده مرغه اکثره یې په افغانستان ضد روحیه روزل کېږي. په افراطي روحیه روزل کېږي. که پاکستان وغواړي دغه مدرسې کنټرولولی شي، خو نه یې غواړي."

پاکستان په ۲۰۱۹م کال کې ویلي وو، چې غواړي تر ۳۰،۰۰۰ زیاتې مدرسې د حکومت تر کنټرول لاندې راولي.

په پاکستان کې د دیني مدرسو تنظیموونکی لوی بورډ وفاق المدارس العربیه وايي، له دوی سره د راجسټر شویو مدرسو شمېر ۲۳۰۰۰ ته رسېږي، خو ۲۰،۰۰۰ نورې مدرسې ورسره راجسټر نه دي.

د پاکستان حکومت تېره پنج شنبه هم په ټول هېواد کې د دیني مدرسو د راجسټر کولو په پروسه کې د پرمختګونو خبر ورکړ او مرکزي حکومت د مدرسو لپاره د ازموینې د نويو هیئتونو د ګمارنې پرېکړه هم اعلان کړه.

د پاکستان حکومت او وفاق المدارس نه مني، چې د پاکستان په مدرسو کې دې افغان زلمیان او ځوانان په افغانستان کې د تشدد لپاره روزل شوي وي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي د هر ډول ستونزې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې دننه د موجوده دیني مدرسو زده کوونکي بایومټریک کوي.

طارق ارین

ارین وویل: "د هغو زده کوونکو چې په دیني مدرسو کې لوست کوي، د بایومټریک کېدو لپاره له مدرسو سره په همغږۍ مو ځینې اقدامات کړي دي. دغه مدرسې اوس رخصت دي، چې د رخصتۍ له پایته رسېدو سره سم موږ د بایومټریک پروګرام رسماً پیلوو او دا پروګرام به ټولو مدرسو ته وغځول شي."

د کورنیو چارو وزارت وايي،دوی غواړي په افغانستان کې ۵۰۰۰ مدرسې او د دیني زده کړو نور مرکزونه راجسټر کړي.