امریکا له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه نن له سره پیلوي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه د کار په لومړۍ ورځ د پاریس اقلیمي تړون ته بېرته وروګرځېد.

د امریکا متحده ایالات له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې خپل فعالیتونه نن په لوړه کچه له سره پیلوي.

هالند د پاریس د اقلیمي تړون په چوکاټ کې د اقلیمي بدلون د سرمشریزې کوربه دی.

تمه ده د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري چې اوس وخت د امریکا د ولسمشر جو بایډن له‌خوا د اقلیمي بدلون په چارو کې د خاص استازي په توګه ټاکل شوی په دې سرمشریزه کې ګډون وکړي.

جان کري

دا به د اقلیمي بدلون لپاره د امریکا متحده ایالاتو د فعالیتونو د بیا پیل لومړنی رسمي کار وي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۰مه د کار په لومړۍ ورځ د پاریس اقلیمي تړون ته بېرته وروګرځېد.

تمه ده د هالند په کوربه‌توب د اقلیمي تړون د سرمشریزې انلاین غونډه کې د چین د صدراعظم مرستیال هان ژانګ، د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل، د فرانسې جمهور رئیس امانوئل مکرون، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د نړۍ یو شمېر نور مشران ګډون وکړي.

د نننۍ سرمشریزې هدف دا دی څو تر ۲۰۳۰ کال له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې په عملي لارو چارو بحث وشي.

د دې سرمشریزې په درشل کې د نړۍ شاوخوا ۳،۰۰۰ ساینس‌پوهانو غوښتي چې د نړۍ مشران باید د هوا له تودوخې سره د مبارزې په برخه کې عملي لارې چارې وسنجوي او د خلکو ژوند وژغوري.

د اروپايي شورا د ودانۍ مخ ته د اقلیمي بدلون په اړه اعتراض

په دې ساینسپوهانو کې پنځو د نوبل جایزې هم ګټلي. دوی ټينګار لري چې د هوا تودوخې لا وختي ستونزې رامنځته کړي لکه وچکالي، اور لګېدنې او د سېلابونو راوتل.

دغو ساینس‌پوهانو خبرداری ورکړی چې د هوا له تودوخې سره نه‌مبارزه به ښايي په نړۍ کې د بې‌وزلۍ، د اوبو د کمښت، د کرنیزو محصولاتو د کمېدو او همدارنګه د کډوالیو د زیاتېدو لامل وګرځي.

د اقلیمي بدلون د نړیوال مرکز په وینا چې د ملګرو ملتونو د سازمان له‌خوا اداره کېږي د هوا بدلون به په نړۍ کې خوراکي مواد تر ۳۰ فیصدو پورې کم کړي.

ورسره به د سیندونو اوبه رازیاتې شي، لوی طوفانونه به وچلېږي او له ساحلي ښارونو به ملیونونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د امریکا متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ امریکا د پاریس له اقلیمي تړونه ایستلې وه.

د امریکا مخکېنی ولسمشر ډونالد ټرمپ

ښاغلی ټرمپ په دې باور و چې د پاریس اقلیمي تړون د هوا له تودوخې سره د مبارزې په برخه کې د هغه په خبره ګټور نه‌دی ثابت شوی.

ټرمپ د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین په وخت ویلي و چې د ډبرو سکرو او تېلو له صنعت سره د مرستې لپاره د پاریس له اقلیمي تړونه وځي.