د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د امریکا د نوي ولسمشر جو بایډن د هغو څرګندونو هرکلی کړی چې د لوړې په مراسمو کې یې په نړۍ کې له خپلو متحدانو سره د اړیکو د بېرته اعاده کېدو په اړه کړې وې.
کوبیا پرون په یوه ټویټ کې د بایډن دې خبرې ته چې ویلي یې دي موږ به خپل ائتلافونه بېرته ترمیم کړو ويلي، دا به په افغانستان کې نړیوالې هڅې چې د دې هېواد د وګړو د ښه ملاتړ لپاره د ګډو پرېکړو او په عملي چارو کې د همغږۍ لپاره ورته اړتیا ده، له سره تنظیم کړي.
ښاغلی کوبیا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نړیوالې ټولنې تېر کال د جنیوا په کنفرانس کې د افغانستان له حکومت سره تر۲۰۲۴ کال پورې د څه باندې ۱۰ میلیارده ډالرو نویو مرستو چې ځینې مشروط دي، ژمنې وکړې.
په عین حال کې د پوځي هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې ناټو د راتلونکې فبرورۍ میاشت کې د دفاع وزیرانو په غونډه کې په دې اړه چې ایا دا تړون په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي او کهیې پای ته ورسوي، پرېکړه وکړي.