امریکا له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په تړاو د نړۍ له مشرانو سره غونډه کوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د جان کري په شمول ځیني نور چارواکي

امریکا به له اقلیمي بدلون سره د مبارزې هڅو ته بېرته ستنېدل، نن (د جنورۍ په ۲۵مه) په همدې تړاو د لوړې کچې یوې غونډه کې د ګډون له لارې وښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کري به چې د اقلیم په برخه کې د ځانګړي استازي په دنده ګمارل شوی، د اقلیم د بدلون په اړه د نړۍ د یو شمېر مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

دغې غونډه کې د چین مرستیال صدراعظم هن ژینګ، د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل، د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او یو شمېر نور مشران برخه اخلي.

په انلاین ډول د دغې جوړېدونکې غونډې هدف دا ښودل شوی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د اقلیم بدلون ته د مبارزې لپاره عملي لارې چارې ومومي.

له دې غونډې مخکې د نوبل جایزې د پنځو ګټونکو په ګډون څه باندې درې زره ساینس‌پوهانو د نړۍ له مشرانو غوښتي چې د ځمکې د کرې له تودېدو خلک خوندي کړي.

دوی ویلي، نړۍ لا له مخکې د وچکالۍ، اورونو، تودو څپو او سېلابونو له کبله لویې ویجاړۍ تجربه کوي.