د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د خپلو جنایتونو لپاره بېلابېلې لارې غوره کړي

هغه مستري‌خونه چې د کورنیو چارو وزارت په وینا مستري یې په موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي طالبانو د خپلو جنایتونو د عملي کولو لپاره بېلابېلې لارې خپلې کړې دي.

طارق ارین پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، پولیسو د کابل په اتمه حوزه کې یو مستري نیولی چې په دولتي موټرو کې یې ماینونه ځای پر ځای کړي.

ښاغلي ارین له خلکو غوښتنه کړې، کله چې خپل موټرونه مستریانو ته بیايي باید دقت وکړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي د دولت دښمن د خلکو د په نښه کولو لپاره بېلابېلې لارې کاروي چې د نانوای، د لیني موټرو د چلوونکي، کراچۍ چلوونکي او مستریانو په بڼه خپل فعالیتونه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هدفي وژنې زیاتې شوې دي.