جلال‌اباد کې یوې چاودنې لږترلږه ۳ تنه ملکي وکړي ژوبل کړل

ارشیف، جلال‌اباد کې د یوې چاودنې سیمه کې راټول شوي پولیس

په جلال‌اباد کې نن سهار په یوه چاودنه کې لږترلږه ۳ تنه ملکي وکړي ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر ازادي راډیو ته ویلي چې دا پېښه شااوخوا ۷ بجې د جلال‌اباد ښار-چپرهار زړې اډې ته څېرمه د سمېنټو د یوه دکان مخې ته د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو موادو د چاودلو په نتیجه کې وشوه او له کبله‌یې درې تنه ملکیان ژوبل شوي دي.

د ټپیانو حال د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نه‌دی اخیستی.