ترکیه کې د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله ونیول شوه

ارشیف، یو شمېر ترکي پولیس

ترکیه وايي، د پناه غوښتونکو د قاچاق یوه لویه ډله‌یې نیولې ده.

د ترکیې د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، ۷۲ تنه په ۱۲ ولایتونو کې د هم‌مهالو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د دې اژانس پر اساس، دغو کسانو د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، عراق او سوریې په شان هېوادونو زرګونه پناه غوښتونکي د ترکیې له لارې اروپا ته په قاچاق وړل.

په راپور کې ویل شوي چې د دغو قاچاقبرو له نیول کېدو سره د هغو ۱،۴۷۷ پناه غوښتونکو په اړه هم پلټنې پیل شوي چې دوی ترکیې ته راوستي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونه د انساني قاچاق د دې ډلې د ۲۲ نورو غړو د نیولو په لټه کې دي.