بهرنیو چارو وزارت: پاکستان باید طالبان تاوتریخوالي کمولو او اوربند ته وهڅوي

ارشیف، یو شمېر وسله‌وال طالبان

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستان حکومت باید طالبان د تاوتریخوالي د کمولو د ژمنې عملي کولو او سراسري اوربند ته وهڅوي.

بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د هغو څرګندونو په ځواب کې کړي چې د طالبانو او امریکا د هوکړې په اړه‌یې کړې دي.

قریشي تازه ویلي، د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن باید د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي او له دغه هېواده د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونه‌دروي.

ښاغلي قریشي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، امریکا باید وضعیت درک کړي او د شا تګ پر ځای باید هغه څه روان وساتي چې پیل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه راغلي، طالبانو په "بې‌ساري" ډول تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې د خبرو په وړاندې یې تازه خنډونه جوړ کړي دي.

افغان دولت ویلي، پاکستان او نور نړیوال شریکان‌یې باید طالبان دې ته هم وهڅوي چې له ترهګرو سره اړیکې وشلوي.