افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق پيل شو

ارشیف

امریکا په افغانستان کې خپلو پوځیانو ته د کرونا ضد واکسین تطبیق پيل کړی دی.

دا خبره د امریکا سټار انډ سټرایپس ورځپاڼې چې د پوځ اړوند موضوعات خپروي، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له قوله لیکلې ده.

په خبر کې راغلي، افغانستان ته د مودرنا واکسین بستې د جنورۍ په ۱۷مه لېږدول شوي او د جنورۍ په ۱۸مه امریکایي ځواکونو ته دا واکسین پيل شوی.

خبر کې د امریکا د پوځ د مسؤلینو په حواله راغلي چې لومړي سر کې دغه واکسین هغو کسانو ته ورکوي چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دي او بیا یې خپلو ټولو کارکوونکو او قراردادیانو ته تطبیقوي.

له دې وړاندې د افغانستان دولت هم ویلي چې تر راتلونکي اوړي پورې به مرسته کوونکي هېوادونه د کرونا واکسین ورورسوي.

تازه هندي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، که افغان مسؤلین‌یې ورسره ومني، هند چمتو دی چې د جنوبي اسیا د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر افغانستان ته هم د کرونا ضد واکسین ولېږي.