روسیه کې د ناوالني په ملاتړ پراخې مظاهرې؛ شااوخوا څلور زره مظاهره‌چیان نیول شوي

روسیه کې مظاهرې

د روسیې د پلازمېنې مسکو په ګډون پرون د دغه هېواد لسګونه ښارونه د لویو مظاهرو شاهدان وو.

مظاهره‌چیانو د کرملېن د سرسخته مخالف الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه کوله.

دا مظاهرې په تېرو څو کلونو کې د پراخوالي له کبله په روسیه کې بې‌سارې بلل شوې دي.

د روسیې منتقد الکسي ناوالني یوه اوونۍ وړاندې جرمني کې له درملنې وروسته مسکو ته ستون شو چې هوایي ډګر کې د پولیسو له‌خوا ونیول شو.

د (OVD-Info) سازمان په راپور کې چې د سیاسي توقیفونو موضوعات تعقیبوي راغلي، پولیسو پرون په ټوله روسیه کې شااوخوا څلور زره مظاهره کوونکي نیولي دي.

زرګونه مظاهره کوونکي د مسکو ښار په پوشکین میدان کې راټول شوي وو، دوی هغه مهال له پولیسو سره ونښتل او وډبول شول چې پولیسو یې د نیولو او موټرو ته د پورته کولو هڅه کوله.

روسیه کې د پولیسو او مظاهره کوونکو اخ‌وډب

پولیس بالاخره وتوانېدل چې مظاهره کوونکي له دغه میدانه وباسي. له دې میدانه څو کیلو متره لیرې زرګونه نور مظاهره‌چیان راټول شوي وو چې پولیس‌یې د واورو په توپونو ویشتل.

چارواکو ویلي، څلور زره کسانو پرونۍ مظاهرو کې ګډون درلود، خو روېټرز خبري اژانس د مظاهره کوونکو شمېر شااوخوا ۴۰ زره یاد کړی دی.

د پرونیو مظاهرو پر مهال د الکسي ناوالني مېرمن یولیا ناوالني او د ناوالني یو سکرتر لیوبول سوبل هم چې پوشکین میدان کې یې مظاهره‌چیانو ته وینا کوله، نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې داسې صحنې هم خپرې شوي چې د پولیسو د تاوتریخجن چلند ادعا په‌کې شوې ده.

په یوې صحنې کې لیدل کېږي چې پولیس د یوه مظاهره کوونکي پر غاړه خپل زنګون ورږدي. د بخښنې نړیوال سازمان د مظاهره کوونکو نیول غندلي دي.

د روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي ناوالني

الکسي ناوالني چې تېره یکشنبه ونیول شو، د ۳۰ ورځو په مخه بندي شوی دی. هغه مهال ناوالني او نږدې کسانو یې خلک د روسیې د دې اقدام پر ضد مظاهرو ته راوبلل.

ناوالني د تېر اوړي په وروستیو کې سخت ناروغ او د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو. هلته معلومه شوه چې نوموړی په نوویچوک زهري ګازو مسموم شوی دی.