افغان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې لېرې کړ

عبدالهادي ارغندیوال

د افغانستان حکومت د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال له دندې د لېرې کېدو اعلان وکړ.

د چارو ادارې په حواله، د ولسمشر د جلا حکمونو له مخې محمد خالد پاینده د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د ښاغلي ارغندیوال د ګوښه کېدو علت د عوایدو ټولولو کموالی، په وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو په اړه له ټاکل شوي هیئت سره نه همکاري، کمزوری مدیریت او ښې حکومتوالۍ ته نه ژمنتیا ښوول شوې ده.

د چارو ادارې په اعلامیه کې د نورو جزئیاتو له وړاندې کولو پرته بل دلیل دا ښوول شوی چې ښاغلي اغندیوال د جمهوري ریاست له حکمونو سرغړونه کوله.

عبدالهادي ارغندیوال چې د خپلې برطرفۍ په اړه یې لا څرګندونې نه دي کړي، د لیندۍ یا قوس میاشتې پر لومړۍ نېټه د ۲۰۵ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ولسي جرګې له خوا د مالیې وزیر په توګه تایید شوی و.