روسیه کې له خبرداري سره- سره مظاهره چیانو د ناوالني خوشې کېدل غوښتل

په روسیه کې مظاهره چیان

په روسیه کې نن شنبه (د سلواغې ۴مه) له سړې هوا او د پولیسو له خبرداري سره- سره د مظاهره چیانو پراخو ډلو د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ناوالني تېره اوونۍ په جرمني کې له درملنې وروسته د راستنېدو پر مهال د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

لومړی لاریون په سایبریا او لېرې ختیځ کې پیل شو چې په خبروفسک، ولادي-ویستوک او نورو ښارونو کې هم په سلګونو کسان لارو سړکونو ته په مظاهره راووتل.

د (OVD) په نوم یوه څارونکي ډله چې د پولیسو فعالیتونه څاري د لسګونو کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چارواکو ځینې کسان د نیول کېدو پر وخت ډبول.