اټکل کېږي چې د روسیې وګړي د ناوالني له کبله وځپل شي

روسیه کې د ناوالني پلویان

اټکل کېږي چې د روسیې وګړي نن شنبه (د سلواغې ۴مه) د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د ملاتړ له کبله له ځپونکو اقداماتو سره مخامخ شي.

ناوالنې تېره یکشنبه له جرمني له ستنېدو سره سم د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

د روسیې په لږ تر لږه ۶۵ ښارونو کې د تنظیم شوېو اقداماتو په لړ کې د روسي چارواکو د ناوالني ځینې متحدان ونیول او ټولنیزو شبکو ته یې خبرداری ورکړ، هغه مطالب لېرې کړي چې خلکو ته په دې په «غیرمجاز» لاریونونو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې- که دا شبکې داسې ونه کړي، سخته جریمه به پرې کوي.

د روسیې په دې ساړه ژمي کې چې کرونا وبا هم او اقتصادي رکود هم ورسره یوځای شوي دا تازه مظاهرې د ناوالني د ملاتړ لپاره یوه ازموینه ګڼل کېږي.