ماليې وزارت: د بودجې د تصویب ځنډ بېلابېلې چارې ټکنۍ کړي

ارشیف

د افغانستان مالیې وزارت وايي چې د بودجې په تصویب کې ځنډ په بېلابېلو برخو کې چارې ټکنۍ کړي دي.

د دغه وزارت د رسنيو د برخې امر فرپد نوښت نن شنبه (د سلواغې ۴مه) ازادي راډيو ته وویل، تر ټولو لويه ستونزه دا ده چې د پرمختیایې چارو پر وړاندې يې خنډونه جوړ کړي دي.

د نوموړي په خبره دوی به ډېر ژر بودجه بيا ځلي د تصويب لپاره ولسي جرګې ته ولېږي او تمه لري چې دا ځل يې جرګه تصويب کړي.

د افغانستان مالي کال د مرغومي له لومړۍ پيلېږي او مالي اصول حکم کوي چې د هرکال مالي بودجه باید د کال له پیله مخکې تصویب او تطبیق ته تیاره شي.

ولسي جرګې له دې وړاندې ویلي چې د ۳۴ ولایتونو لپاره په پراختیایي پروژو کې د توازن نشتون، د دولتي کار کوونکو د معاشونو نه يو شانوالی، د ۲۱ زره تشکیلاتو کمښت، د هغه ادارو بودجه چې ولسي جرګې نه ده تصویب کړې او ملي دسترخان هغه موارد دي چې له امله یې ولسي جرګې د ۱۴۰۰ لمریز مالي بودجه رد کړه.

د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره ټول ټال ملي بودجه ۴۵۲،۶ میلیارده افغانۍ اټکل شوې ده.

له دې ډلې عادي بودجه ۲۹۶ میلیارده افغانۍ ده چې د ملي بودجې ۶۵ سلنه جوړوي او همدارنګه پراختیایي بودجه د ۱۵۶ میلیارده افغانیو په لرلو سره د ملي بودجې ۳۵ سلنه جوړوي.