د مسکو یوې محکمې د ناوالني د رسنیو مسووله په بند محکومه کړه

د ناوالني د رسنیو مسووله کیرا یارمیش

د مسکو یوې محکمې د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالني د رسنیو مسووله په نهه ورځې بند محکومه کړې ده.

دې محکمې نن جمعه (د سلواغې ۳مه) په خپل یوه حکم کې کیرا یارمیش په غیرقانوني اعتراضونو کې چې اپوزیسیون د سبا لپاره پلان کړي دي، د خلکو په هڅولو تورنه کړه.

یارمیش او د ناوالني یو شمېر نور ملګري پرون د جنوري په ۲۱مه ونیول شول.

له بلې خوا اروپايي ټولنې د ناوالني د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د اروپايي شورا مشر شارل میشل پرون پنجشنبې(د سلواغې ۲مه) د ویډیو کنفرانس له لارې د اروپايي ټولنې له سرمشریزې وروسته په دې اړه وویل: "د ښاغلي ناوالني حقوقو ته باید پوره درناوی وشي. موږ پر روسیې غږ کوو چې نوموړی سمدستي خوشې کړي او د هغه د امنیت ډاډ ورکړي."

ناوالني چې په زهري موادو له مسمومېدو وروسته په جرمني کې تر علاج لاندې و، په روانه اوونۍ کې مسکو ته د راستنېدو پر مهال ونیول شو.

بل خوا د بشري حقونو د څار سازمان- هیومن رایټس واچ له روسیې غوښتي دي چې د ناوالني پرضد غیر قانوني کمپاین بند کړي.