په هرات کې خبریالانو د ولسمشرغني خبري غونډه تحریم کړه

ولسمشرغني په هرات کې

که څه هم ولسمشرغني د پنجشنبې (د سلواغې ۲مه) په ورځ هرات ته د عمومي وضعیت ارزولو په موخه تللی او هلته یې د خپل پلاوي په ګډون د هرات د ټولنې بېلابېلو ډلو سره لیدلي، خو د دې ولایت خبریالان وایي، دا ناستې د بندو دروازو تر شا ترسره شوې.

د هرات خبریالانو د حکومت همدې کار په غبرګون کې نن جمعه (د سلوغې ۳مه) د ولسمشرغني خبري ناسته تحریم کړې ده.

د دوی په وینا، د دې ناستو د پوښښ اجازه د حکومتي رسنیو چې ملي او باختر اژانس دي، بلې رسنۍ ته نه و ورکړل شوی.

خبریاله الهه ساحل چې په پام کې وه، د هرات ولایت د ښځو ناسته کې یې د ښځینه خبریالانو ستونزې ولسمشر ته وړاندې کړي وای، وایي چې د ګډونوالو له لېسټه یې نوم ایستل شوی.

نوموړې وايي: "زه او سمیه ولي زاده د کلید راډیو څخه بلل شوي وو، څو د ښځینه خبریالانو په استازیتوب د ولسمشرغني په ناسته کې ګډون وکړو، خو موږ ته کارت ونه لېږل شو او ویې ویل چې موږ یې له لېسټه ایستلي یو. دا ډېره دردونکې ده چې موږ د اطلاعاتو رسولو برخه کې کار کوو، خو له لېسټونو ایستل کېږو."

په هرات کې یو بل خبریال نصیر احمد صالحي وایي، داسې شرایطو کې چې د تېر هر وخت پرتله خبریالان امنیتي تهدید کې دي، د جمهوري ریاست له خوا یې له پامه غورځول ازادي بیان ته سپکاوی دی.

ښاغلي صالحي زیاته کړه: "د ولسمشر ناستو ته د خبریالانو د تلو مخنیوی، له خبریالانو سره د ولسمشر نه لیدل او خبریالانو سره د مرکو لپاره د ټیټ پوړي چارواکو ګمارنه د هرات رسنیو ته سپکاوی دی. نو ځکه مو پریکړه وکړه چې ولسمشر یوه ناسته کې هم ګډون و نه کړو."

مدني فعال اشرفي سادات وایي، د هرات د خلکو په استازوالۍ هغو خلکو خبرې وکړې چې د هرات د خلکو ستونزې پټوي: "ښار رخصتیږي، د ښار دروازې تړل کېږي، د ادارو ټول کار کوونکي بوختیږي، دې شرایطو کې خلک تمه لري چې جمهور رئیس ته د خلکو رښتیني استازي د دوی ستونزې ور ورسوي، خو له بده مرغه هر څه سلیقه یې وو."

خو د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال وایي، د کرونا ویروس څخه د مخنیوي په پار، ناستې له کمو خلکو سره وشوې، ښاغلی مینه پال ټېنګار کوي چې د خبریالانو د شتون په اړه هېڅ ډول ممانعت نه وو.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه پال

ښاغلي مینه پال زیاته کړه: "هرات ته ولسمشر د سفر پرمهال د بېلابېلو اقشارو سره د سولې، سیمه ییزې اړیکې، د هرات امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې، خو دا تړلې ناستې په وړو سالونونو کې ترسره شول، خو د خبریالانو پر وړاندې محدودیت نه وو."

هرات ته دا جمهور رئیس غني دا نهم او د دوهمې دورې لومړی سفر و، دې سفر کې جمهور رئیس د هرات هوایي ډګر د پنځمې هجرې پیړۍ نوموتی عالم او صوفي خواجه عبدالله انصار په نوم ونوماوو.

په داسې حال کې هرات ته د جمهور رئیس غني د سفر پرمهال معلوماتو د خبریالانو نه لاسرسي په اړه غبرګونونه راپاریږي چې نږدې دوه میاشتې کېږي چې خبریالان له سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.